ډېر لوستل شوي

په ميدان وردګو کې د وطني غوړيو او کنجاړې توليدي کارخونې په کار پيل وکړ


د ميدان وردګو د صنعت او سوداګرۍ رياست وايي، چې د دې ولايت په مرکز ميدان ښار کې د درې ميليونه افغانيو په ارزښت د وطني غوړيو او کنجاړې توليدی کارخونې په کار پيل کړی دی.

مسوولين وايي، چې ياده کارخونه په ۲۴ ساعتونو کې د يوټن غوړيو او د ۶ زره کيلو کنجاړې د توليد وړتيا لري.

د ياد ولايت د صنعت او سوداګري رييس انجنير محمد خان ځواک د دې کارخونې په پرانيستغونډه کې ويلي، چې په دې ولايت کې د پانګونې کچه د لوړېدو په حال کې ده.

د ويلو ده، چې په ياده کارخونه کې ۱۵ کسانو ته په مستقيمه توګه د کار زمينه هم برابره شوې ده. دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت په بيا واکمنۍ سره ګڼو کورنيو او بهرنيو پانګوالو په افغانستان کې په بېلا بېلو برخو کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې ده

اړوند خبرونه