ډېر لوستل شوي

اسلامي امارت د سوريې په خاوره د صهيونيست رژيم هوايي بريدونه په کلکو ټکو غندلي


بهرنيو چارو وزارت د سوریې په خپلواکه خاوره د صهيونيستي رژيم هوايي بريدونه په کلکو ټکو غندلي دي.

د ياد وزارت د وياند مرستیال حافظ ضياء احمد تکل د يوې خبرپاڼې په خپرلو سره ويلي، چې دغه بريدونه د سوريې د ازادۍ او خپلواکۍ ښکاره نقض دی.

په خبرپاڼه کې د صهيونيست رژيم دغه اقدام د ناکامې ستراتيژۍ دوام بلل شوی او د منځني ختيځ په بېلا بېلو هېوادونو کې يې د خپلو غير مشروع موخو تر لاسه کول ښودلي دي.

د بهرنيو چارو وزارت په دې خبرپاڼه کې له ښکېلو سيمه‌یيزو او نړيوالو قدرتونو غوښتل شوي، چې د سوريې ملت دې پریږدي چې له فشارونو پرته خپل راتلونکی وټاکي. د ويلو ده، چې په سوريه کې د بشارالاسد رژيم له پرځېدو وروسته صهيونيست رژيم د سوريې بېلا بېلې سيمې تر هوايي بريدونو لاندې راوستې دي.

اړوند خبرونه