د ملي دفاع وزارت په ودانۍ کې نن(سه شنبه، لیندۍ شلمه) د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ګډ پلان جوړونې کلنۍ غونډه ترسره شوه.
دې غونډه کې د هېواد د وسله وال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین فطرت، د کورنیو چارو وزارت درستيزوال مولوي عبدالرحیم احمد، د استخباراتو لوی رياست استازي او د امنیتي او دفاعي ځواکونو یو شمېر مسوولینو ګډون کړی وو.
غونډه کې د راتلونکي ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال په پار د امنیتي پلان پر چمتووالي، هېواد کې د لویو پروژو پر امنیت او د هېوادوالو د خوندیتوب په تړاو هراړخیز بحث وشو.
دې ناستې ته د ملي دفاع وزارت لوی درستیز په خپلو خبرو کې وویل: (( امنیتي او دفاعي ارګانونه باید پر اغېزمنو پلانونو کار وکړي؛ تر څو د امنیتي پېښو مخنیوی وشي.)) نوموړي همدارنګه ویلي چې اسلامي امارت د نورو برخو ترڅنګ په تېرو دریو کلونو کې د امنیت برخه کې ګڼې لاسته راوړنې لري.