د سوريې د پخواني رژيم له پرځېدو سره سم د سوريې او لبناني وګړي په پټو بندخونو کې د خپلو لادرکه عزيزانو په لټه کې دي.
د الجزيرې د راپور له مخې، د بشارالاسد د رژيم تر ټولو لويه بندخونه “صيدنايا” بندخونه وه، چې د دمشق د شمال په ۳۰ کيلو مترۍ کې پرته ده.
د بشري حقونو يو شمېر فعالانو دې بندخونې ته د “انسان وژنې” د مرکز نوم هم ورکړی دی.
صیدنایا زندان د سوریې تر ټولو بدنامه زندان و، چې د بخښنې نړيوال سازمان د څېړنو له مخې، انسانان په کې په ډلهییز ډول اعدام او ربړول کيدل.
د راپورونو له مخې، په سوريه کې د هيئت التحرير الشام مجاهدينو د هغو بنديانو لټون هم پيل کړی، چې کورنۍ يې له ناسم اقتصادي وضعیت سره مخامخ دي.
په سوریه کې د وروستیو پرمختګونو یوه ویډیو ښیي، چې د سوریې له مشهور “صیدنایا” زندان څخه لسګونه ښځې هم خوشې شوې دي.