ډېر لوستل شوي

عزيزي: د چهلستون بڼ د ساتنې او ښېرازۍ په پار به لازمې هڅې تر سره شي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتيق الله عزيزي د چهلستون بڼ د هېواد د تاريخي ارزښتونو يوه مهمه برخه بللې او ټينګار يې کړی، چې د دې بڼ د ساتنې او ښېرازۍ لپاره به لازمې هڅې ترسره کړي.

ياد وزارت ويلي، ښاغلي عزيزي دغه څرګندونې له دې بڼ څخه د ليدنې پر مهال کړې دي.

په همدې حال کې د چهلستون بڼ مسوولينو ويلي، چې د تېرو کلونو په پرتله د دې بڼ عوايد کم شوي او په وينا يې، د ساتنې په برخه کې يې هم ګڼې ستونزې رامنځته شوې دي. د يادونې وړ ده، چې د چهلستون بڼ او قصر د امير عبدالرحمن خان په وخت کې جوړ او د سلطنت په وخت کې د دولتي لوړپوړو چارواکو د اوسېدو ځای و.

اړوند خبرونه