ډېر لوستل شوي

مولوي حبيب‌الله اغا د هلمند ولايت ښونيز وضعيت له نږدې ارزولی


د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبيب‌الله اغا هلمند ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولايت د مرکز او ولسواليو ښونيز او روزنيز وضعيت له نږدې ارزولی دی.

ياد وزارت وايي، چې مولوي حبيب الله اغا د دې ولايت د پوهنې له ریيس او مسوولينو سره په ګډه ګرشک، باباجي، کجکي، سنګين او موسی کلا ولسواليو ته د سفر پر مهال له يو شمېر دينې مدرسو او ښوونځيو څخه ليدنه کړې ده.

په ورته مهال ځايي مسوولينو په ښوونيزو برخو کې د پوهنې وزارت له سرپرست سره ستونزې او غوښتنې له نږدې شریکې کړې او د حل موخه يې ډاډ ورکړی دی. د ويلو ده، چې د اسلامي امارت چارواکي وخت نا وخت ولايتونو ته سفرونه کوي او د هېوادوالو ستونزې او غوښتنې له نږدې څخه اوري.

اړوند خبرونه