ملي دفاع وزارت د چارو د لا ښه سمون په موخه د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو د دویمې پلې لواء پخوانی قوماندان مولوي سعد الله سعادت تازه د ستر درستیز اوپراسیون ریاست د هوایي پلان جوړونې د مرستیال په توګه ګومارلی دی.
د اوپراسیون ریاست لومړي مرستیال ملا عبدالله حبیب، مولوي سعدالله سعادت ته اړینې سپارښتنې کړي او نوموړي ته یې په چارو کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړې ده.