د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکلاسن سره کتلي دي.
د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وياند مفتي مصباحالدين مستعين اميد راډيو ته ويلي، چې په دې ناسته کې ښاغلي عثماني په هېواد کې د اروپايي ټولنې د مرسته کوونکو بنسټونو د مرستو د وېش پر څرنګوالي نیوکه کړې ده.
د نوموړي په وينا؛ په دې ناسته کې مولوي صدراعظم عثماني د مرستو د وېش پر روڼتيا ټينګار کړی دی.
دغه راز، د ياد وزارت مرستيال د کوکنارو بدیل کښت ته هم اشاره کړې او له اروپایي ټولنې يې غوښتي، چې په دې برخه کې له افغان بزګرانو سره مرستې وکړي. د ويلو ده، چې په دې لیدنه کې نیکلاسن د يادې ټولنې د روانو پروژو په اړه معلومات وړاندې کړي او په بېلا بېلو برخو کې یې د مرستو د دوام ژمنه کړې ده.