د امريکا متحده ايالت تېره ورځ خبر ورکړی، چې امريکا د روسيې له کنګل شوې شتمنۍ څخه اوکراين ته ۲۰ مليارد ډالر پور ورکوي.
د راپورونو له مخې، د جوبايډن ادارې ژمنه کړې چې دغه پور به د روان کال تر پای ته رسېدو وړاندې کېيف ته ورکړي.
دا له اوکراين سره د هغو پنځو هېوادونو د مرستو يوه برخه ده، چې په روان کال کې “جي۷” هېوادونو له اوکراين سره ژمنه کړې وه