د رياستالورزاء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشري د اقتصادي کمېسيون ځانګړې ناسته ترسره شوه.
ياد معاونيت ويلي، په دې ناسته کې له اړوندو وزارتونو او ادارو سره د منظور شویو پروژو د تطبيق او عملي کولو په اړه خبرې او سپارښتنې شوې.
د خبرپاڼې له مخې، چې د اسلامي امارت د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظهالله له لوري ياد معاونيت ته دنده سپارل شوې، چې د پروژو د تطبيق په تړاو خپل راپورونه شريک کړي. د ويلو ده، چې ياد معاونيت يادې پرېکړي د اسلامي امارت د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله د پخواني فرمان له مخې کړې دي.