د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد په خپل اېکس د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني د شهادت خبر ورکړی دی.
ښاغلي مجاهد لیکلي چې حقاني نن(چهارشنبه، لیندۍ ۲۱مه) له غرمې وروسته د خوارجو په برید کې په شهادت رسېدلی.
د نوموړي د شهادت په تړاو په خپره شوې خپرپاڼه کې وړاندې راغلي: «اسلامي امارت د حقاني صاحب شهادت د اسلامي امارت، مجاهدینو، کورنۍ او ټولو افغانانو لپاره یو ستره ضایعه بولي، نوموړي ته فردوس جنت، کورنۍ دوستانو او متعلقینو ته د جمیل صبر او جزیل اجر دعا کوي.»
دې خبرپاڼه کې شهید حقاني د الله تعالی د دین د دفاع غښتلی مجاهد یاد شوی، چې دوښمنانو یې پر سر ۵ میلیونه ډالره انعام هم ټاکلی و. په خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي چې د حقاني د شهادت بزدلانه عمل د مسلمانانو ارادې نه شي کمزورې کولی؛ بلکې داسې کړنې د اسلام او دین د دوښمنانو مخ توروي.

