محمد بشیر په رسمي ډول د سوریې د لنډمهالي حکومت مشر ټاکل شوی دی.
د لنډمهالي حکومت دې مشر ویلي چې د انتقالي حکومت دا دوره ښایي د راتلونکي ۲۰۲۵ زېږدېز کال تر مارچ میاشتې پورې وغځیږي.
ویل کیږي، چې بشیر د دیني او عصري زده کړو ښه پوهه لري. نوموړی د فقهې او قانون تر څنګ په مخابراتو کې هم لیسانس دی.
بشیر د څه مودې لپاره په ادلب ولایت کې د سوریې د ژغورنې حکومت د پراختیا وزارت د نفوسو د چارو د مدیر په توګه هم دنده ترسره کړې ده.