د ننګرهار د کرنې او اوبو لګولو رياست وايي، چې سږ کال په دغه ولايت کې د سټروس حاصلات د تېرو کلونو په پرتله په بې ساري توګه زیات شوي دي.
دې ریاست ویلي چې اوسمهال ددې ولایت په ۱۷ ولسوالیو کې پر ۲۷۵۳ جریبه ځمکه د سټروس بڼونه جوړ شوي.
ننګرهار د هېواد هغه ولایت دی، چې د نورو ولایتونو په پرتله پکې د سټروس کورنۍ ښه حاصلات ورکوي.
یاده دې شي، چې د ننګرهار مالټه په هېواد کې دننه او بهر ګڼ شمېر پېرېدونکي لري.