د سمنګانو په خرم او سارباغ ولسوالیو کې د څه باندې ۲۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۵ پرمختیايي پروژو د جوړولو او بیارغونې چارې پیل شوي دي.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت ویلي چې دا پروژې د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې په مالي مرسته او ددې وزارت په اسانچارۍ بشپړېږي.
دې پروژو کې د ۲۳ کیلومتره سړکونو بیارغونه، د ۳ پلچکونو جوړونه، د ۲۵۳ مترو په اوږدوالي د محافظوي دېوالونو او د اوبو د ۲۲۳ متره کانالونو ترمیم او نور شامل دي.