د فلسطین د ازادۍ غوښتونکې جهادي ډلې یا حماس کابل کې د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو پر وزیر خلیل الرحمن حقاني برید په کلکو ټکو غندلی.
دې غورځنګ همدارنګه د نوموړي د شهادت په پار ډاډګېرنه او خواخوږي هم څرګنده کړې ده.
تر دې دمخه قطر، ایران، پاکستان، ترکمنستان، ترکیې، د اسلامي همکاریو سازمان، اروپایي ټولنې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ هم دغه برید غندلی او له افغان حکومت سره یې خواخوږي څرګنده کړې وه.
یاده دې شي چې خلیل الرحمن حقاني وړمه ورځ(چهارشنبه، لیندۍ ۲۱مه) د داعش خوارجو په یوه برید کې شهید شو.