تهران اندېښمن دی، چې واک ته د ټرمپ له راستنېدو سره به په “دالان” کې د شاوخوا يو ميلیارد ډالرو په ارزښت د تېلو صادراتو ته د دوی لاسرسی محدود شي.
د راپورونو له مخې، ايران د ټرمپ له واکمنۍ وړاندې د تېلو د پلور په پار د پېرودونکو په لټه کې دی.
ويلکېږي، چې له همدې امله د ايران اسلامي جمهوريت هوډ کړی چې سپنې ماڼۍ ته د ډونالډ ټرمپ تر راستنېدو وړاندې د چين “دالان” بندر ته د تېلو د استولو لپاره يو پېرودونکی پيدا کړي.
داسې ښکاري، چې واک ته د امريکا د غوره شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ له راستنېدو او د سياسي فشار له امله به د تېلو دغو زيرمو ته، چې ملياردونه ډالر ارزښت لري د ايران لاسرسی سخت شي.