د وزيرانو شورا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ له روسيې پلاوي سره د شريکو شويو اقتصادي موضوعاتو د څارلو په موخه د هېواد ګڼو وزارتونو ته اړينې سپارښتنې شوې دي.
د رياستالوزراء اقتصادي معاونيت ويلي، چې په دې غونډه کې د اوبو او انرژۍ، کانونو اوپټروليم، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، ټولګټو، کور او ښار جوړولو، ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارتونو ته دنده سپارل شوې، چې اقتصادي پروژې په نښه او معلومات يې له ياد معاونيت سره شريک کړي.
دغه راز په دې ناسته کې د صنعت او سوداګرۍ، د ټولګټو وزارت اړوند د اوسپنې پټلۍ معينيت او د امارتي شرکتونو لوی رياست ته هم دنده سپارل شوې، چې ياد وزارتونه او ادارې، د خپلې کاري ساحې اړوند د هېواد په کچه لويې او اړينې اقتصادي پروژې په نښه او معالومات دې له اقتصادي معاونيت سره شريک کړي.
د رياستالوزراء اقتصادي معاونيت د خبرپاڼې له مخې،د يادو اقتصادي موضوعاتو په تړاو له روسي شرکتونو سره د لا ښې همغږۍ د رامنځته کولو په موخه د انلاین ناستې په ترسره کیدو هم ټينګار شوی دی.