د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست ملا هدايتالله بدري د عمان هېواد د حکومت له استازو او د ياد هېواد د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مشر علي الزاد علي سره کتلي دي.
په دې ناسته کې د ياد هېواد د پانګونې خونې مشر افغان زدهکړيالانو ته د تحصیلي بورسونو سربېره د انتيموني او نفتو په برخه کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې ده.
د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست د پانګونې په برخه کې د کانونو د کړنلارې او د اسلامي امارت د اصولو په چوکاټ کې د هر راز همکارۍ ژمنه کړې ده. د ويلو ده، چې په هېواد کې د سر تا سري امنيت په ټنګېدو سره ګڼو بهرنيو هېوادونو او بنسټونو په افغانستان کې په بېلا بېلو برخو کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې ده.