د تايلند د کډوالو ادارې ويلي، چې د دې هېواد په “پوکټ” هوايي ډګر کې څلور افغان کډوال د جعلي پاسپورټونو په تور نيول شوي دي.
دې ادارې ويلي، چې دغه کسان د قزاقستان هېواد له جعلي پاسپورټونو سره د پلټنې له ځايه د تېرېدو په مهال نيول شوي دي.
په دې څلور نيول شويو کسانو کې يو ښځه هم شامله ده.
دا افغانان په داسې مهال نيول کېږي، چې د تاليند حکومت خبر ورکړی چې د راتلونکي کال له پيله به افغانانو ته په انلاين توګه ويزې ورکوي.