د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې غړو د زمبابوې پر وړاندې د دوو ټېسټ لوبو لپاره د حشمتالله شهيدي په لوبډلمشرۍ نوملړ په ډاګه کړ.
په دې نوملړ کې د نويو لوبغاړو په ګډون ۱۸ لوبغاړو ته ځای ورکړل شوی دی.
د ویلو ده، چې په ياد نوملړ کې ناصر جمال، ضياءالرحمن شريفي او ابراهيم عبدالرحيمزی د احتياطي لوبغاړو په توګه اخېستل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د دغو ټېسټ سياليو لومړۍ لوبه به د روانې ډسمبر مياشتې په ۲۶ مه ترسره شي.