د امنيتي او تصفوي چارو مرکزي کمېسيون مشر او د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد ليکوالان د هېواد او اسلامي نظام ملاتړ ته هڅولي دي.
ښاغلي مجاهد د هېواد دغه مخکښ ليکوالان د امنيت او تصفيې اړوند په جوړه شوې غونډه کې د ګډون پر مهال هڅولي دي.
په دې غونډه کې د ملي دفاع وزارت سرپرست د مسلمانانو فکري “تنوير” اړينه چاره بللې ده. د ويلو ده، چې د اسلامي امارت لوړ پوړې چارواکي د غونډه په ترڅ کې د هېواد له قومي مشرانو، علماوو، اديبانو او فعالانو سره ليدنې کوي.