د اسلامي امارت زعیم اميرالمؤمنين شيخ القران و الحديث مولوي هبتالله اخوندزاده حفظهالله د اقتصادي کمېسيون په ځانګړې غونډه کې د هېواد يو شمېر وزارتونو او امارتي ادارو ته په ګډه دندې سپارلې دي.
د اسلامي امارت د وياند مرستيال حمدالله فطرت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې په دې غونډه کې د چارو ادارې لوی رياست د سرپرست شيخ نورالحق انوري په مشري ګڼو وزارتونو او ادارو ته دنده سپارل شوې، چې په ټولنه کې “بد دودونه” تثبيت او د مخنيوي په موخه يوه لايحه برابر کړي.
په دې خبرپاڼه کې راغلي، چې هغه ځمکې چې امارتي ملکيت دی د هستوګنې او سوداګرۍ لپاره دي او د خلکو خپلې ځمکې د دوی خپل ملکيت دی، په واک کې دې ورکړل شي.
په دې خبرپاڼه کې دغه راز ويل شوي چې د ښاري پلان له مخې دې، د خلکو په شخصي ځمکو کې د ابادۍ او ودانیزو چارو ترسره کولو بهیر اسانه او په يادو برخو کې دې لا اسانچارۍ رامنځته کړي.