حامد کرزي د شهيد خليل الرحمن حقاني روح ته د دعا په پار د پکتيا ولايت ګرده څيړۍ ولسوالۍ ته سفر کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو او د بهرنيو هېوادونو د استازو په ګډون ګڼو پېژندل شويو څېرو د شهيد خليل الرحمن حقاني روح ته د دعا لپاره د کورنیو چارو وزارت سرپرست خليفه سراجالدين حقاني کور ته ورغلي وو.