د کابل ـ کندهار پر لویه لاره د یوه ۵۸۰ موټر په ټرافیکي پېښه کې ټول سپاره شهیدان شوي دي.
سیمه ییزې سرچینې وایي، دا پېښه نن ماخوستن(چهارشنبه، لیندۍ ۲۸مه) په غزني کې رامنځته شوي، چې له ۵ ټپیانو پرته نور ټول شهیدان دي.
ویل کیږي چې یاد مسافروړونکی ۵۸۰ ماډل موټر د ګازو له یوه ټانکر سره ټکر کړی دی.
د یوه بل خبر له مخې، ددې ټکر په ۱۵ کیلومټرۍ کې یو بل مسافروړونکي موټر له تش ټرېلر موټر سره ټکر کړی چې مرګ ژوبله هم لري.
یاده دې شي، چې ددې پېښو د مرګ ژوبلې دقیق ارقام لا هم نه دي په ډاګه شوي.