ډېر لوستل شوي

دوو خونړیو ټرافیکي پېښو ګڼ مړه او ټپیان کړي

د کابل ـ کندهار پر لویه لاره د دوو خونړیو ټرافیکي پېښو په پایله کې ۱۹ تنه شهیدان او ۶ نور ټپیان شوي دي.
دا پېښې د یوه ۵۸۰ ډوله موټر او د ګازو د ټانکر؛ همدارنګه بله پېښه د یوه مسافر وړونکي موټر او تش ټرېلر ترمنځ رامنځته شوې ده.
یادې خونړۍ پېښې نن شپه(چهارشنبه، لیندۍ ۲۸مه) د غزني ولایت په اوږدو کې رامنځته شوي دي.
یاده دې شي چې دا ارقام لا هم لومړني دي او د مرګ ژوبلې د زیاتوالي شونتیا شته.

اړوند خبرونه