د ارام سمندر په وانواټو ټاپو کې د رېښتر په کچه ۷.۳ درجې زلزلې مرګ ژوبله اړولې ده.
د وانواټو د پوليسو مشر رابسون لاورو په يوه ويډيويي پيغام کې ويلي، چې د تېرې ورځې (سهشنبه، ليندۍ۲۷مه) په زلزله کې د مړو کسانو شمېر ۱۴ ته لوړ شوی او له ۲۰۰ ډېر کسان ټپيان شوي دي. په وانواټو کې د اوو ورځو لپاره بېړنی حالت اعلان شوی او د ۷۲ ساعتونو لپاره الوتنې هم لغو شوې