ډېر لوستل شوي

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رییس: روغتیایي ډلګۍ د ټپیانو پر لېږد بوختې دي

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي حمیدالله نثار امید راډیو سره په خبرو کې د کابل ـ کندهار پر لویه لاره د خونړیو ټرافیکي پېښو پخلی کړی دی.
ښاغلي نثار ویلي چې دې پېښو درنه مرګ ژوبله اړولې او ښایي د مړینې ارقام لوړ شي.
د نوموړي په قول، د پېښو ځای ته ولایتي مسوولین او روغتیایي ډلګۍ هم رسېدلي او د زیانمنو پر لېږد بوختې دي.
د یادونې وړ ده، چې د کابل ـ کندهار د لویې لارې اړوند د غزني په مرکز کې خونړۍ ټرافیکي پېښې رامنځته شوي، چې د لومړنیو مالوماتو له مخې شاوخوا ۳۰ تنه پکې شهیدان شوي دي.

اړوند خبرونه