ډېر لوستل شوي

مسکو: کرېلوف کییف نه؛ لوېدیځ وژلی

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا ویلي چې اېګو کرېلوف د لوېدیځ په ملاتړ وژل شوی دی.
نوموړې زیاتوي، د دوی مالومات ښیي چې ددې برید قومنده او امر لوېدیځ کړی دی.
وړاندې یې ویلي، چې د کرېلوف وژنه د امریکا لپاره لاسته راوړنه نه ده؛ بلکې یو خندونکې کړنه ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې لوېدیځ او امریکا په ښکاره د کییف ملاتړ کوي، وسلې ورکوي او ترهګریز پلانونه ورته جوړوي.
یاده دې شي چې پرون د روسیې د پوځ د اټومي وسلو یو لوړپوړی جنرال په برېښنایي وسیله کې د پټ شوي بم ښکار شو.

اړوند خبرونه