ډېر لوستل شوي

نقيب‌الله احمدي په ماليزيا کې افغان زده‌کړيلان لا ډېرو زده‌کړو ته هڅولي

په ماليزيا کې د اسلامي امارت سرپرست نقيب‌الله احمدي د البخاري نړيوال پوهنتون په رسمي بلنه د ياد پوهنتون د څلورمې فراغت‌غونډې په مراسمو کې ګډون کړی دی.

ښاغلي احمدي د دې پوهنتون په فراغت‌غونډه کې افغان زده‌کړيالانو ته مبارکي ورکړې او په تحصيلي برخه کې د لا ډېرو زده‌کړو او لاسته راوړنو ته هڅولي دي. په ماليزيا کې د اسلامي امارت سفارت ويلي، چې ښاغلي احمدي د ياد پوهنتون له رييس سره په تعرفي ناسته کې د افغان زده‌کړيالانو پر ستونزو، وړاندېزونو او هغوی ته د لا ډېرو اسانتياوو د برابرولو په تړاو هم خبرې کړې دي.

اړوند خبرونه