د جګړهييزو جرمونو يوه نړيوال څارنوال د يو ويډيوي پيغام پر مهال په سوريه کې د بشارالاسد نسکور شوی رژيم د وژنې ماشين په معنا بللی دی.
دې څارنوال دغه څرګندونې وروسته له دې کړې، چې په سوريه کې ډلهييز قبر موندل شوی دی.
روېټرز د جګړهييزو جرمونو لپاره د امريکا له پخواني ځانګړي سفير سټيفن ريپ په حواله ويلي، چې دوی له يو لک څخه د ډېرو کسانو اسناد لري، چې په دمشق کې تری تم شوي او د شکنجې او ربړونې په پايله کې وژل شوي دي.