۲۰۷ الفاروق قوالاردو په هرات کې د يو رنجر موټر له کشف او ضبط څخه خبر ورکړی دی.
د يادې قولاردو د رسنيو دفتر ويلي، چې دغه رنجر يې د هرات ولايت په غوريان ولسوالي کې د غير قانوني وسلو او وسايطو د راټولونې کمېسيون له لوري کشف او دې قوالاردو ته لېږل شوی دی. ياده دې شي، چې تر دې وړاندې هم د ملي دفاع وزارت له لوري په لسګونه پوځي وسلې او وسايط کشف او ضبط شوي دي.