د هيئت التحرير الشام مشر ابو محمد الجولاني په يو ټلويزيونې مرکه کې ويلي، چې سوريه د نړۍ لپاره ګواښ نه ده.
نوموړي په دې مرکه کې د نړيوالو له لوري پر سوريې د لګېدليو بنديزونو د لېرې کيدو غوښتنه کړې ده.
هغه ويلي، چې هيئت التحرير الشام (اېچ.ټي.اېس) بايد د بنديزونو له لېسته واېستل شي. د يادونې وړ ده، چې دا ډله د ملګرو ملتونو، امريکا، اورپايي ټولنې او بريتانيا له لوري په دې لېست کې شامله شوې.