ډېر لوستل شوي

ایا مسکو خپلې اډې لیبیا ته لېږدوي؟

د بشارالاسد د رژیم تر نړېدنې وروسته، نړیوالو رسنیو له سوریې د روسیې د پوځي اډو او ځواکونو د لېږد خبر ورکړی دی.

ویل کیږي چې ښایي په سوریه کې د روسیې مېشت ځواکونه او اډې لیبیا ته انتقال شي.

رویټرز ویلي چې د سپوږمۍ په مټ اخیستل شویو عکسونو کې ښکاري چې دوه انتونوف اى اېن- ١٢۴ الوتکې د ځينو بارونو د وړلو لپاره ناستې کړي دي.

د سوریې یوه امنیتي چارواکي رویټرز ته ویلي چې له دغو الوتکو یوې یې لیبیا ته الوتنه کړې ده. د سوریې د پوځ یوه جګپوړي افسر ویلي چې ګرانبیه نظامي تجهیزات او پوتین ته نږدې نظامي افسران ښایي بېرته مسکو ته انتقال شي.

څلورو روسي چارواکو د خپلو نومونو د نه‌افشاکولو په صورت کې رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د بشارالاسد په مشرۍ د حکومت له نسکورېدو وروسته روسيه د سوریې له شمالي سیمو او د علوي غرونو له لومړۍ کرښې خپل پوځ باسي.

دغه روسي چارواکي وايي، چې روسیه ښایي په لاذقیه کې د حمیمیم هوايي اډه او په دغه هېواد کې د طرطوس سمندري مرکز دوې مهمې اډې پرېنږدي.

بل پلو د هیئت تحریر الشام یوه جګپوړي چارواکي ویلي چې په سوریه کې د روسیې د پوځي حضور او د بشارالاسد د حکومت او مسکو ترمنځ د تېرو هوکړو په اړه خبرې نه دي شوي. نوموړي ددې موضوع له شرحې پرته زياته کړه، چې زموږ ځواکونه اوس په لاذقيه کې د روسيې د اډو په ګاونډ کې مېشت دي.

د شفقنا خبري اژانس د خبر له مخې روسیې تر اوسه خپل سل زره سرتېري لیبیا ته لېږدولي دي.

شنونکي انګیري چې روسیه په منځني ختیځ کې د خپلو ګټو د ساتنې په پار سوریې ته اړتیا لري؛ خو داسې ښکاري چې مسکو یاد فرصت بایللی دی. مسکو او تهران هغه دوه نړیوال ملاتړي وو چې د اسد رژیم پرې تراوسه دوام وکړ؛ خو د یاد رژیم په نسکورېدو دې هېواد کې د دواړو هېوادونو ګټې له خطر سره مخ شوي دي.

یاده دې شي چې د هیئت تحریر الشام په لاس د اسد رژیم تر نسکورېدو وروسته یادې ډلې د حکومتولۍ لومړنۍ چارې پیل کړي دي. همدارنګه له نوي حکومت سره د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ډپلوماټیکو اړیکو ته لېوالتیا ښودلې او دې هېواد کې یې له کلونو کلونو وروسته تړلي سفارتونه هم پرانیستي دي.

اړوند خبرونه