د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شېر محمد عباس ستانکزي په کابل کې د قرغيزستان له سفير دنيار ژولچيف سره کتلي دي.
ياد وزارت وايي، په دې ناسته کې دواړو لوريو د افغانستان او قرغيزستان پر دوو اړخېزو سياسي، اقتصادي او سوداګريزو اړيکو خبرې کړي دي.
په ياده کتنه کې دنيار ژولچيف ويلي، چې هېواد يې له افغانستان سره د دوو اړخيزو اړيکو پراختيا ته لېواله دی. د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال له افغانستان سره د قرغيزستان د سياسي او اقتصادي اړیکو پياوړتيا د پام وړ بللې او دا يې د دواړو هېوادونو د اقتصادي پرمختګ په برخه کې خورا اړين ګام ښودلی دی.