افغان کرکټ ملي لوبډلې زمبابوې ته د ۲۳۲ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړه.
تر دوو سوو منډو په ډېر توپیر دا ماته د افغان لوبډلې په تاریخ کې بېسارې لاسته راوړنه بلل شوې ده.
صدیق الله اتل او عبدالمالک د بېسارې پیلیزې توپوهنې افغان لوبډلې ته یو ښه اساس کېښود او د ۵۰ اورونو په لوبونې یې ۲۸۶ منډې جوړې او ۲۸۷ هدف یې کېښود.
افغان لوبډلې په بېسارې توپ اچونې د زمبابوې ملي لوبډله تر ۵۴ منډو ایساره کړه او ټوله لوبډله یې له لاسه ورکړه.
یاده دې شي چې افغان او زمبابوې ملي لوبډلې به راتلونکې شنبه د یو ورځنیو لوبو د لوبلړۍ وروستۍ سیالي ترسره کړي.