د صهيونيست رژيم پوځ په يو بيان کې ويلي، چې نن (پنجشنبه، ليندۍ۲۹مه) يې په يمن کې د حوثي ځواکونو اړوند سيمې په نښه کړې دي.
د دې رژيم په وينا، دا بريدونه يې د حوثي ځواکونو د بېپيلوټه الوتکو او د توغنديو د بريدونو په ځواب کې کړي دي. د اسوشټېډ پريس اژانس د راپور له مخې، د صهيونيست رژيم دغه بيان وروسته له هغې خپور شو، چې يمني رسنيو پر “صنعا” او بندري ښار “حديده” باندې د ترسره شوي بريد خبر ورکړ.