د اسلامي امارت وياند مولوي ذبيحالله مجاهد د خبرپاڼې په خپرولو سره د کابل ـ کندهار په لويه لار د دوو خونړيو ترافيکي پېښو په تړاو خواشيني څرګنده کړې ده.
ښاغلي مجاهد نن ( پنجشنبه، ليندۍ ۲۹) ويلي، چې يادو پېښو سخت ځورولي او غمجن کړي يو.
د اسلامي امارت وياند د پېښې ټولو شهيدانو ته د جنت الفرودس دوعا کړې او له غمجنو کورنيو سره یې په دې غم کې ځان شريک ګڼلی دی.
مولوي ذبيحالله مجاهد په دې خبرپاڼه کې اړوند ارګانونو ته لارښونه کړې، چې د دواړو پېښو لامل وڅيړي او په راتلونکو کې د ورته ناورينونو مخنيوي وکړي. په دې جلاو دوو مرګونو ترافيکي پېښو کې ۵۲ تنه شهيدان شوي او ۶۵ تنه نور ټپيان شوي دي.