ډېر لوستل شوي

هېواد کې د بوږنوونکو ټرافیکي پېښو تر شا کومه معما پرته ده؟

هېواد کې د اشغال تر ماتېدنې او د سرتاسري سولې په راتلو که څه هم هېوادوال په فزیکي او رواني توګه ډاډمن کړل؛ د ویرونو سوې نارې غلې شوې، هدیرې د ځوانانو له پالنې بې غمه شوې؛ خو دا څویم ځل دی چې ټرافیکي پېښې ګڼې کورنۍ د غم پر ټغر کېنوي.

ویل کیږي چې د اسلامي امارت په بیا واکمنۍ کې اوسمهال د افغانانو د مړینې تر ټولو لوی فکټور او سبب ټرافیکي پېښې دي. ددې بوږنوونکو پېښو تر شا ګڼ عوامل شته چې ډېری وخت د ملامتۍ ګوته موټروانانو او عاموافغانانو ته ورګرځي. ښایي لوستونکي ددې پېښې پړه پر افغان حکومت واچوي؛ خو که تاسو د تېر او وړم کال د اختر د دریو شپو ورځو د ټرافیکي پېښو ارقام وګورئ بیخي به حیران شئ. وړم کال د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې شاوخوا ۸۰۰ ټرافیکي پېښې رامنځنته شوې وې چې نږدې ۱۲۰۰ تنه یې مړه او ټپیان کړي وو. دا په دې مانا چې زموږ اختر هم پر ویر وي او دا موږ یو چې خپله خوښي زهروو. دا سمه ده چې په تېر کې به حکومتونو او اوس اسلامي امارت د ټرانسپورټ په برخه کې هغه مسوولیتونه نه وي ادا کړي چې دوی ته ورګرځي، خو ډېری وخت موږ د خپل ځان قاتلین پاتې شوي یو. په خواله رسنیو کې به مو کتلي وي چې ځیني ځوانان پر موټرسایکل سپاره وي او پر پاخه سړک ډول ډول نخرې کوي. ایا دوی په لوی لاس ځانونه نه هلاکوي؟ پر لویو لارو به مو لیدلي وي چې کوچنیان او زلموټي د لویو او وړو موټرونو پر سر ناست وي او یا یې هم پر شا پورې نښلېدلي وي. دا کار خو عیناً لکه سړی چې د خپل مرګ سودا کوي. دا زلموټي بیا د موټر پر سر له کابله تر جلال اباد پر دې خطرناکه او مارپیچې لارې ډول ډول لوبې کوي.

راځئ ددې پېښو پټ او له پامه لوېدلي سببونه روښانه کړو او د مخنیوي پر لارو چارو یې وغږیږو.

افغانستان کې د ټرافیکي پېښو یو اصلي لامل چې په ګوته کیږي، د لویو لارو خرابولی او د تنګو لارو شتون دی؛ خو تر دې هم ژور او پټ سبب د موټروانانو ناپامي او بې  غوري ده. که مو د کابل ـ کندهار پر لویه لاره سفر کړی وي، نو ښایي د لویو موټرو د چلونکو بې غوري مو ښه درک کړې وي. د ټرافیکي قوانینو نه‌رعایت بل هغه ستر علت دی چې د ټرافیکي پېښو د زیاتوالی لامل شوی. همدارنګه د موټرونو زیاتوالی او ګڼه ګوڼه؛ د رسمي او قانوني موټرونو تر څنګ نږدې هره کورنۍ یو یو شخصي موټر په کور کې ساتي چې زلموټي ورته کیني او پر لویو لارو یې په بې غورۍ سره چلوي. هېواد کې د ټرافیکي پېښو د زیاتوالي یو لامل بې‌لسانه او بې تجربې موټرچلونکي هم دي چې خصوصا ملامتي د شخصي موټرو چلوونکو ته ورګرځي. د موټرسایکلونو بې خرته زیاتوالی او نه پام بل لامل دی چې په ټرافیکي پېښو کې یې زیاتوالی راوستی دی. د کیڼ لاس موټرو شتون بل هغه علت دی چې د ټرافیکي پېښو په زیاتوالی کې یې مرسته کړې ده.

اسلامي امارت د پورته یادو شویو ستونزو په حل کې کوټلي ګامونه پورته کړي، خو ددې ستونزو حل دوه اړخیز دی. مانا د ټرافیکي پېښو کچه د حکومت او ملت پر دوه اړخیزو هڅو راټیټېدلی شي. افغان حکومت د لویو لارو جوړولو او پراخولو ته ملا تړلې، همدارنګه یې د کیڼ لاس موټرونه محدود او بند کړي دي. وخت ناوخت یې د ټرافیکي پېښو د مخنیوي طرحې جوړې او تصویب کړي؛ خو دې برخه کې بیا هم یو اړخیز کار شوی. زه بیا هم ټینګار کوم چې ددې پېښو کچه هله ټیټېدلی شي، چې دوه اړخیزه همکاري شته وي. پر عامه پوهاوي کار پکار دی، تر څو د ټرافیکي پېښو له بدو پایلو موټروانان خبر کړای شي. دې برخه کې مشران، ملا امامان، د خواله رسنیو مخکښان او ژورنالیسټان پوره ونډه اخیستلی شي. کورنیو ته بویه چې خپل ماشومان له خپسلرۍ راوګرځوي. افغان حکومت باید دې برخه کې لا کوټلي ګامونه واخلي او قانونا موټرچلوونکي دې ته اړ باسي چې په موټرچلوونه کې پوره پام وکړي. د سړکونو پراخونه او لویونه بل هغه ګام دی چې ددې مرګونو پېښو کچه پرې کمولی شو.

په نړۍ کې اوسمهال په ټرافیکي پېښو کې د وژل شویو او قربانیانو لپاره یوه ځانګړې ورځ رامنځته شوې چې کورنۍ د هغو غړو ویر کوي چې خپله عزیزان یې په ټرافیکي پېښو کې له لاسه ورکړي دي. د ملګرو ملتونو رسمي شمېرې ښیي چې په نړۍ کې هر کال تر یو میلیون ډېر کسان په ټرافیکي پېښو کې وژل کیږي او شاوخوا ۵ میلیونه نور ټپیانیږي. د ملګرو ملتونو د څېړنو له مخې ددې پېښو ۹۰سلنه قربانیان د بېوزلو او یا هم د درېیمې نړۍ له هېوادونو څخه دي.

اړوند خبرونه