د سپينې ماڼۍ يو چارواکي د پاکستان بالستيک توغندي اټکلي ګواښ بللي دي.
د امريکا د ملی امنيت مرستيال سلاکار جان فاينر تېره ورځ ويلي، چې پاکستان د لرې واټن بالستيک توغنديو د پراختيا په حال کې دی چې د امريکا په ګډون جنوبي اسيا اهداف هم په نښه کړي.
نوموړي دغه اندېښنه وروسته له هغې څرګنده کړې، چې واشنګټن د پاکستان پر څلورو شرکتونو بنديز ولګاوه. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د واشنګټن دغه پرېکړه يو مغرضانه عمل بللی دی.