د کندهار ـ هرات پر لويه لار د سنګين دورراهي په سيمه کې د ترافيکي پېښې له امله دوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
ځايي اوسېدونکو اميد راډيو ته ويلي، چې په دې پېښه کې څلور کسان ټپيان شوي هم دي.
مسوولينو د دې پېښې لامل د موټر چلونکي بېپامي او د ترافیکي اصولو نه مراعتول ښودلي دي. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې په دوو جلاو مرګونو ترافيکي پېښو کې ۵۲ تنه شهيدان او ۶۵ تنه نور ټپيان شوي وو.