ډېر لوستل شوي

قزاقستان د افغانستان د وسپنې پټلۍ د پراختيا ته چمتووالی ښودلی

د قزاقستان د ټرانسپورټ وزارت په افغانستان کې د وسپنې پټلۍ د پراختيا لپاره چمتووالی ښودلی دی.

د دې وزارت مرستيال ماکسات کالياقپاروف وايي، د هېواد شرکتونه يې هوډ لري چې د افغانستان د وسپنې پټلۍ لپاره ريل ګاډي او د اړتيا وړ ځيني نور توکي چمتو کړي.

د قزاقستاني رسنيو د راپور له مخې، نوموړي د “ټرانسپورټ او لوجستیک بازار” په نړيواله غونډه کې دغه راز ويلي، چې يو قزاقستانی شرکتونه اوس هم افغانستان کې د وسپنې پټلۍ ځينو برخو پر جوړولو بوخت دي. دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د سرتاسري امنیت په ټینګېدو سره، چین، ایران، ترکیې او ګڼو نورو هېوادونو په ګډون قزاقستان هم په افغانستان کې لا ډېرو پانګونو ته لېوالتیا ښودلې ده.

اړوند خبرونه