د کندز ولايت په “دشت ارچي” ولسوالۍ کې د ۲۰ کيلو مټره سړک د پخولو چارې پيل شوې.
د ياد سړک د پخولو چارې د ۵۰۰ ميليونه افغانيو په لګښت پيل شوې دي.
مسوولين وايي، چې د دې پروژې په پلې کېدو سره به د خلکو تګ راتګ او کرنيزو محصولاتو د لېږ په برخه کې ډېرې اسانتياوې رامنځته کړي. ځايي اوسېدونکي د دې اقدام هرکلی کوي او وايي، چې د سړک په جوړېدو سره به يې ټولې ستونزې حل شي.