د امريکا متحده ايالاتو په سوريه کې د “هئيت التحرير الشام” له مشر ابو محمد الجولاني له سره هغه ۱۰ ميليونه ډالر جايزه لرې کړه، چې د نوموړي د نيولو لپاره يې اعلان کړې وه.
ويلکېږي دا پرېکړه له هغې وروسته شوې چې الجولاني په دمشق کې د امريکا له ډيپلوماټانو سره له نږدې ناسته او خبرې کړې دي. تر دې وړاندې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت انتوني بلينکن هم ويلي و، چې په سوريه کې نوی رامنځته شوی حکومت به له ځينو شرايطو پوره کولو وروسته په رسميت وپېژني.