د ننګرهار ځایي مسوولینو د جلال اباد ښار په تالاشۍ څلورلارې کې د پراخې اورلګېدنې خبر ورکړی دی.
مسوولین وایي چې د پېښې ځای ته د اور وژونکو ډلګۍ رسېدلې او هڅه کوي اور مهار کړي.
د ننګرهار ولایتي مسوولینو لا ددې اورلګېدنې د زیانونو په تړاو څه نه دي ویلي.
لومړني مالومات ښيي چې ښایي دې اورلګېدنې پراخ مالي ځانونه اړولي وي.