د افغانستان وجهي صندوق وايي چې ناروې له افغانستان سره ۴.۴۸ میلیونو ډالرو مرسته کړې ده.
دغه صندوق پرون ویلي چې دا مرستې به کورنیو بې ځایه شویو او راستنېدونکو ته ځانګړي شي.
د افغانستان وجهي صندوق وايي چې دا مرستې د راستنېدونکو او زیانمنو هېوادوالو ستونزې هوارولی شي.
یاده دې شي چې پر ناروې سربېره نورو هېوادونو هم له افغانانو سره بشري مرستې اعلان کړې وې.