کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په ميدان وردګو ولايت کې نږدې له ۳۰۰ کورنيو سره د مرستې خبر ورکړی دی.
دې وزارت ويلي، چې دغه مرستې د ياد ولايت د کډوالو چارو رياست په همغږۍ او د کډوالو نړيوال سازمان په مالي ملاتړ ترسره شوې دي.
يادې مرستې د ميدان وردګو ولايت په جلريز، نرخ، سيداباد، چک، جغتو، او دايميرداد ولسواليو کې له ګاونډيو هېوادونو څخه د راستنو شويو کورنيو سره شوې دي. د ياد وزارت مسوولين وايي، چې دغه مرستې د کډوالو نړيوال سازمان په مالي ملاتړ له ۲۹۳ کورنيو سره چې هرې کورنۍ ته ۱۳ زره او ۸۵۰ افغانۍ په پام کې نيول شوې وې، ووېشل شوې.