کورنیو چارو وزارت په هلمند او فراه ولايتونو کې په لسګونه ميله د سپکو او درنو وسلو د ترلاسه کيدو خبر ورکړی دی.
د ياد وزارت وياند مفتي عبدالمتين قانع وايي، په دې لسګونه ميله درنو او سپکو وسلو او تجهيزاتو کې ۹ ميله تومانچې ، پنځه ميله کلاشينکوفونه، ۱قبضه راکټ انداز، ۳ ميله کمرشکن او ۱ ميل ايم۱۶ شامل دي.
ښاغلی قانع زياتوي، چې په ضبط شويو وسلو او تجهيزاتو کې ۱ ميل کلکوف، ۳۱۲ فيره د سپکو او درنو وسلو مرمۍ، ۳۷ د ماينونو پټاقۍ، ۱ لاسي بم او يو شمېر نور پوځي تجهيزات هم شامل دي.
د کورنيو چارو وزارت وياند ويلي، چې يادې وسلې او پوځي تجهيزات په غير قانوني توګه په کورونو کې ساتل کيدل او د قانوني اسنادو د نه درلودلو له امله راټولې شوې دي. ياده دې شي چې د کورنيو چارو وزارت د خبرپاڼې په خپرولو سره ډاډ څرګند کړی، چې د غير قانوني وسلو ساتلو او ګرځولو مخنيو کېږي او دغه لړۍ به دوام ولري.