د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف ګوند سره د خبرو اترو لپاره یوه کمېټه جوړه کړه، چې د اوسني حکومت لوړپوړي غړي او د حکومت د متحدو ګوندونو استازي پکې شامل دي.
د لومړي وزير د دفتر د خبرپاڼې له مخې؛ دې کمېټه کې اسحاق ډار، رانا ثناء الله، سناتور عرفان صديقي، راجا پروېز اشرف، نويد قمر، خالد مقبول صديقي، عليم خان، چودري سالك حسين او سردار خالد مغسي شامل دي۔
د پاکستان د ملي مجلس مشر سردار ایاز صادق ویلي چې حکومت او یاد ګوند دې د خبرو اترو لپاره خپل ټیمونه وټاکي او پر خبرو دې پیل وکړي.
د تحریک انصاف ګوند مشر ګوهر علي خان اعلان کړی چې د پاکستان حکومت د پارلمان د مشر په وړاندیز د بحث لپاره یوه کمېټه جوړه کړې ده.
یاده دې شي چې حکومت له پي.ټي.ای. ګوند سره وروسته له هغې کینې چې یاد ګوند په دې وروستیو کې ګڼ لاریونونه وکړل.