د برازیل په سویل ختیځ کې د یوې لارۍ او یوه بس د ټکر له امله ۳۸ تنه مړه شوي او ۷ نور ټپیان دي.
د برازیل ولسمشر دا پېښه لویه تراژیدي بللې او پر دې پېښې یې خپګان څرګند کړی دی.
ویل کیږي چې دا بس له ساوپاولو څخه د شمال ختیځ باهیا ایالت ته روان و.
دې بس له یوې لارۍ سره تر ټکر وروسته اور اخیستی دی.
په برازیل کې دا پېښه د تېرو کلونو په پرتله خونړۍ بللې شوې ده.