د ملي دفاع وزارت د وسلهوالو ځواکونو لوی درستيز حافظ محمد فصيحالدين فطرت د قول اردوګانو د قطعاتو او جزوتامونو له قوماندانانو سره پرلیکه (انلاین) ناسته کړې.
له ښاغلي فطرت سره په دې ناسته کې اړوند مسوولينو د خپلو قطعاتو په تړاو راپور او راتلوتکي پلانونه شريک کړي دي.
د ملي دفاع وزارت د وسلهوالو ځواکو لوی درستيز له اړوند مسوولينو سره د پلانونو د پلي کېدو په برخه کې د ښې همکارۍ ډاډ څرګند کړی دی.
د ويلو ده، چې د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت د وسلهوالو ځواکونو لوی درستيز د اړوند قول اردوګانو له مسوولينو سره د ښې همکارۍ رامنځته کېدو او چارو سمون په موخه په منظم ډول ناستې کوي.